افغانستان

د طالبانو مشر ټیټ عاید لرونکي کاروبارونه له مالیې ورکولو معاف کړل

د طالبانو مشر، هیبت‌الله آخند زاده، په یو فرمان کې هغه سوداګر چې کلنی عاید یې له دوه میلیونه افغانیو څخه کم وي، د مالیاتو له ورکړې معاف کړي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، نن د پنجشنبې په ماښام د غبرګولی۱۰مه/ د می ۳۰مه دغه فرمان په ایکس کې خپور کړی دی.

د دې فرمان پر بنسټ، هغه دوکانداران او سوداګران چې کلنی عاید یې له دوه میلیونه افغانیو څخه لوړ وي، به ۰.۳ سلنه کلنی ثابت عایداتو مالیات ورکوي.

په فرمان کې ټینګار شوی دی چې د هغو کسانو څخه چې کلنی عاید یې له دوه میلیونه افغانیو څخه زیات وي، به ۳ سلنه مالیات اخیستل کېږي.

په فرمان کې راغلي چې، دا فرمان د روان مالي کال له پیل څخه نافذ دی او په رسمي جریده کې به خپور شي.

عبدالسلام حنفي، د طالبانو مرستیال لومړی وزیر، نن په یوه ناسته کې ویلي چې دا فرمان د سوداګرو د غوښتنې په تعقیب د دې ډلې له مشر لخوا صادر شوی دی.

له دې وړاندې، دوکانداران او د کوچنیو کاروبارونو مالکانو څو ځله د طالبانو د بېلابېلو مالیاتو څخه شکایت کړی و.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button