افغانستاننړۍ

روسیې د طالبانو نوم د ترهګريزو سازمانونو له لېسته لرې کړ

د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ هغه غوښتنه ومنله چې له مخې یې طالبان باید د ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي.

د دولتي خبري آژانس «ریانووستی» د راپور له مخې، د دې غوښتنې د ارزونې غونډه نن (پنجشنبه، د وري ۲۸مه / ۱۷ د اپرېل ) د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه، او د طالبانو یو استازی هم پکې حاضر و.

د روسیې لویې څارنوالۍ اعلان کړي چې دا پرېکړه د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشتې د قانوني بدلونونو له مخې، چې د اداري قضايي بهیر او د ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند قوانین کې راغلي، ترسره شوې ده.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي: “محکمې د اړوندو ادارو د معلوماتو پر بنسټ د لوی څارنوال دلایل موجه وبلل او د طالبانو د فعالیتونو د بندیز د ځنډولو پرېکړه یې وکړه.”

د روسیې سترې محکمې قاضي، اولګ نفدوف، ویلي چې دا پرېکړه سمدلاسه اجرا کېدونکی ده، خو د روسیې د فدراسیون د سترې محکمې د استېناف شورا کې د یوې میاشتې په موده کې پرې اعتراض کېدای شي.

طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روسیې د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامل وو، خو په وروستیو کلونو کې مسکو له دې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، او حتی په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو ډیپلوماټانو ته سپارل شوی دي.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې محکمو ته اجازه ورکول کېږي د لویې څارنوالۍ په غوښتنه د ترهګریزو سازمانونو فعالیتونه موقتي وځنډوي. پوتین له دې مخکې، په جولای ۲۰۲۳ کې ویلي و چې طالبان «د تروریزم ضد مبارزه کې متحد» بولي.

د دې پرېکړې پر بنسټ، د روسیې فدرالي امنیت اداره (FSB) به د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کې د ترهګریزو سازمانونو لېست تازه کړي.

تر دې مخکې قزاقستان او قرغزستان هم طالبان د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه ایستلي وو.

سره له دې، روسیه او هېڅ بل هېواد لا هم طالبانو د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پېژندلي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button