افغانستانښځې او بشري حقونه

اوچا: د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې سلګونه تغذیې او روغتیا مرکزونه تړل شوي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په افغانستان کې د بودجې د شدید کمښت له امله ۲۹۸ د تغذیې مرکزونه تړل شوي دي.

اوچا نن (سې‌شنبه، ۱۳ د غبرګولي/ د جون ۳مه) په ایکس کې په یو اعلامیه ویلي چې په هېواد کې د تغذیې وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وړاندوینه کړې چې روان کال به په افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي.

اوچا همداراز ویلي چې تر ۴۲۰ زیات روغتیایي مرکزونه هم تړل شوي او ۱۳ روغتیایي پروژې د بودجې د نشتوالي له امله درېدلې دي.

د دې دفتر په وینا، د بودجې کمښت د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستندویه پروژو د درېدو لامل شوی او غذایي مرستې یې له جدي خطر سره مخ کړې دي. اوچا زیاته کړې چې د بودجې د کمښت اغېزې پراخې دي او له نړیوالې ټولنې یې د عاجل ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د امریکا له‌خوا د مالي مرستو تر بندېدو وروسته، د افغانستان د بشردوستانه مرستو پروګرام له سخت مالي بحران سره مخ شوی دی. اوچا ویلي، امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بودجې ۴۵ سلنه برابر کړې وه، خو سږ کال به میلیونونه افغانان د دغو مرستو د کمښت له امله له ضروري خدمتونو بې‌برخې پاتې شي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button