افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په درې ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون، ۱۱ کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې پر ۱۱ کسانو، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د “زنا”، “لواطت”، “قتل او ټپي کولو” او غلا په تورونو، په کابل، سمنګان او خوست ولایتونو په عام محضر کې د شلاق سزاوې تطبیق شوي دي.

د دې محکمې د رسمي اعلامیې له مخې، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه/ ۳۱ د می) د سمنګان ولایت د روی‌دوآب ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی د “زنا” په تور هر یو ته د ۳۹ دُرې د خلکو په وړاندې ورکړل شوه.

په یوه بله اعلامیه کې، د طالبانو سترې محکمې ویلي چې اووه نارینه د خوست ولایت د “تڼي” او “صبري” ولسوالیو کې سزا ورکړل شوي دي. دغه کسان د “لواطت”، “قتل او ټپي کولو” او “غلا” په تورونو د ۳۵ تر ۳۹ دُرې،  او درې څخه تر لس کاله حبسو تنفیذي محکوم شوي دي.

همدارنګه، یوه جلا اعلامیه کې ویل شوي چې دوه کسان د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ کې هم د “لواطت” په تور د تیرې چهارشنبې (د غبرګولي ۷مه/ ۲۸ د می ) د ابتدائیې محکمې لخوا یو کال حبس تنفیذي او ۲۰ دُرې سزا ته محکوم شوي دي.

له هغه وخته راهیسې چې طالبان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې بیا واک ته رسېدلي، دا ډله هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې د دُرې سزاوې، چې زیاتره وخت د خلکو په وړاندې ترسره کېږي، عملي کوي او تر دې دمه لږ تر لږه لس کسان یې د خلکو په وړاندې هم اعدام کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د عام محضر سزاوو او اعدامونه د بشري حقونو او انساني کرامت ښکاره نقض بللي، او پر طالبانو یې بیا بیا غږ کړی چې له دغو سزاوو لاس واخلي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button