
په کابل او کندز کې طالبانو د دوې ښځې په شمول، نه کسان په دورو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په دوو جلا پېښو کې، په نه تنو – چې دوه ښځې او اووه نارینه پکې شامل دي – د عام محضر دُرې سزا عملي شوې ده.
د دې محکمې د رسمي اعلامیې له مخې، د سې شنبې په ورځ (۳۰ د غویي/ د مې ۲۰مه)، یوه ښځه او یو سړی د کندز ولایت د قلعهزال په ولسوالۍ کې د “زنا” په تور، هر یو ته ۳۹ دُرې او درې کاله تنفیذي بند سزا ورکړل شوې ده.
په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ (۲۹ د غویي/ ۱۹ د مې)، اووه نور کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په کابل ښار په عام محضر کې د دُرې سزاوې ورکړل شوي دي.
له دې کسانو څخه یوه ښځه او یو نارینه د “زنا” په تور هر یو ته ۳۹ دُرې او دوه کاله بند ورکړل شوی، او پاتې پنځه کسان د نشهيي موادو، لکه د «کا» او «ذیکپ» تابلیتونو او چرسو د اخیستو، خرڅولو او قاچاق له امله، د ۲۰ تر ۳۵ دورو تر څنګ، له اته میاشتو تر درو کلونو پورې بند ته محکوم شوي دي.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، هغوی په وار وار په عام محضر کې فزیکي سزاوې لکه شلاق او اعدامونه اجرا کړي دي؛ داسې کړنې چې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
دغه بنسټونه فزیکي سزاوې د بشر د حقونو او انساني کرامت ښکاره نقض بولي او څو ځله یې د دې سزاوو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.