
سرپل او پکتیکا کې طالبانو پنځه کسان په دُرو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د سرپل او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو کسانو د دُرې سزاوې حکمونه عملي کړې دي.
د سهشنبې، ۱۶ د غویي/د می۶مه ، د دې محکمې له خوا خپرو شویو اعلامیو له مخې، دغه کسان د «قمار» او «له جعلي پیسو کار اخیستلو» په تور محاکمه او سزا شوي دي.
محکمې ویلي چې څلور کسان په سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ کې، هر یو ته ۲۵ دُرې او یو نیم کال تنفیذي بند سزا ورکړل شوې ده.
همداراز، یو بل کس په پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ کې، په ۱۶ دُرو او ۱۶ میاشتو بند محکوم شوی دی.
طالبانو له واک ته د دوهم ځل ستنېدو وروسته، هره اونۍ د خلکو په وړاندې د دُرو وهلو حکمونه اجرا کوي او تر دې دمه لږ تر لږه لس کسان د دوی له خوا په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونه دغه ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو خلاف او د انساني کرامت ضد بللي او تل یې د دغو عملونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.