Uncategorizedافغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په غزني او ارزګان ولایتونو کې پنځه کسان شلاق ووهل

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې پنځه کسان یې په غزني او ارزګان ولایتونو کې د مختلفو تورونو له مخې لکه د واده نه بهر اړیکې، قتل او لواطت په شلاق وهلي دي.

دغه محکمې نن دوشنبې، د سلواغې ۲۲مه (۱۰ د فبروري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوه کسان یې په غزني ولایت کې د واده نه بهر اړیکو په تور د درې کاله او شپږ میاشتو بند او ۳۹ ځله شلاق محکوم شوي دي. همداراز، درې نور کسان په ارزګان ولایت کې د قتل، لواطت او د واده نه بهر اړیکو په تور مجازات شوي دي. یو یې د یو کال بند او ۳۹ ځله شلاق، بل یې د یو کال او شپږ میاشتو بند او ۳۰ ځله شلاق، او درېیم یې د شپږ میاشتو بند او ۳۹ ځله شلاق محکوم شوی دی.

دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبان وروسته له دې چې په افغانستان باندې واکمن شول، د خپل ځانګړي تفسیر پر اساس د اسلامي شریعت سخت قوانین نافذ کړي دي. په هر حال، د طالبانو قضایي طریقې او سختې سزاوې، لکه شلاق وهل او صحرايي اعدامونه، د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی دی چې دا ډول اقدامات نه یوازې د خلکو اساسي حقوق نقض کوي، بلکه د ټولنې په منځ کې د خشونت او بې عدالتیو د زیاتېدو سبب کېدای شي. سره له دې، طالبان د خپلو قوانینو پر تطبیق ټینګار کوي او دغه ډول محکمې یې د خپل قضایي بهیر برخه ګڼي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button