افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو د درې ښځې په شمول ۲۳ کسان په څلور ولایت کې په دُرو وهلی دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې پر ۲۳ کسانو، چې درې ښځې او شل نارینه پکې شامل دي، په تخار، کندز، کابل او کنر ولایتونو په عام محضر کې د شلاق سزا تطبیق کړې ده. 

دغه محکمه د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه)، په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې یاد کسان د «زنا»، «لواطت»، «غلا»، «د مخدره موادو استعمال او خرڅلاو»، «نامشروع اړیکو» او «اخلاقي فساد» په تورونو مجازات شوي دي.

د یوې اعلامیې له مخې، په تخار ولایت، د چاه‌آب ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور هر یو د یو کال او شپږو میاشتو حبس او ۳۰ دُرې  ته محکوم شوي دي.

په بله اعلامیه کې راغلي چې یوه بله ښځه او یو نارینه د سه‌شنبې په ورځ، د غبرګولي ۶مه (د مې ۲۷مه)، په کندز ولایت کې د «زنا» په تور په عام محضر کې شړق شوي دي. د قلعه‌زال ولسوالۍ ابتدائیه محکمه دواړه متهمین درې کلن تنفیذي بند او ۳۹ درې  ته محکوم کړي دي.

همدارنګه، په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې درې نارینه د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د نشه‌یي تابلیتونو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور د نشه‌يي موادو پر ضد ابتدائیه محکمې له خوا د یو تر دوو کلونو بند او ۱۰ تر ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې ده.

په څلورمه اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۵مه ( ۲۶ د مې )، د کنر ولایت استیناف محکمې ۱۶ نارینه د «لواطت»، «غلا»، «د مخدره موادو کارول»، «نامشروع اړیکې» او «اخلاقي فساد» په تور د یو تر یو نیم کال بند او ۱۰ تر ۳۹ دُرې ته محکوم کړي دي.

له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسیدلي، د بدني مجازاتو، په ځانګړي ډول د  دُرې سزاوې، علني تطبیق د دوی د قضايي سیستم یوه عامه کړنلاره ګرځېدلې ده. دغه سزاوې عموماً د خلکو په وړاندې عملي کېږي، او تر اوسه لسګونه ښځې او نارینه ترې اغېزمن شوي دي.

همداراز، تر دې دمه لس تنه نور هم د طالبانو د محکمو په حکم په عام محضر کې اعدام شوي دي.

یادې کړنې څو وارې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له خوا غندل شوې دي، او دغو بنسټونو دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو او د انساني کرامت ضد بللي، او تل یې د دې سزاوو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button