افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په کاپیسا کې شپږ کسان په دُرو ووهل

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په کاپیسا ولایت کې یې شپږ کسان د «نامشروع اړیکو» او «لواطت» په تور د شلاق او زندان سزا ته محکوم کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې چې سه شنبه، د کب ۲۱مه خپره شوې، راغلي چې دغه کسان د کاپیسا د حصه دوم ولسوالۍ کې په دُرو ووهل شول.

د محکمې په وینا، یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور او څلور نور سړي د «لواطت» په تور مجازات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یو متهم ته د ۱۰ میاشتو بند او بل ته د ۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوې، ترڅنګ یې د ۲۰ تر ۳۵ دُرو پورې شلاق هم ورکړل شوی دی.

همدارنګه دوه نور کسان په دوه کاله بند محکوم شوي او هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

دوه نورو کسانو ته هم یو کال بند او د ۱۵ تر ۳۵ دُرو پورې شلاق ورکړل شوی دی.

طالبانو د واک ته راستنېدو وروسته، د نړیوالو نیوکو سره سره، تقریباً هره ورځ د بدني سزاګانې د خلکو په حضور ترسره کوي.

د بشري حقونو سازمانونو دغه ډول سزاګانې د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت پر ضد ګڼلي او څو ځله یې د دې سزاګانو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

 

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button