
لغمان او بدخشان کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون درې کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې درې کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په لغمان او بدخشان ولایتونو کې په عام محضر کې شلاق وهل شوي دي.
د دې محکمې د اعلامیې له مخې، یوه ښځه او یو سړی د «کور نه تېښته» او «د بل چا تېښته ته زمینه برابرول» په تور، نن دوشنبه (۱۲ د غبرګولی / د جون ۲مه) هر یو ته ۳۰ دُرې او شپږ میاشتې بند سزا ورکړل شوې ده.
همدارنګه، په بدخشان ولایت کې یو نارینه د «الکولي مشروباتو د پلورلو» په تور، په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوی دی. ویل شوي چې دا حکم د بدخشان د استیناف محکمې له خوا صادر شوی و.
په همدی حال، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو یو ځل بیا د افغانستان د علني سزاوو د دوام او شدت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنټ، د دغو سزاوو له زیاتوالي سره مخالفت ښودلی او غوښتنه یې کړې چې دا علني سزاوې باید بندې شي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې «طالبان باید عادي ونه ګڼل شي» او د افغان کډوالو جبري ستنول باید ودرول شي.
تر دې وړاندې هم نړیوالو بشري حقونو سازمانونو علني سزاوې د انساني کرامت خلاف او له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې بللي وو.
په وروستیو میاشتو کې د دې ډول سزاوو زیاتوالی د طالبانو د سخت دریځو ټولنیزو او قضایي پالیسو د پراخوالي نښه ګڼل کېږي.