افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په درې ولایتونو کې نهه کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په سرپل، غزني او لغمان ولایتونو کې نهه کسان د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي. دغه کسان د قمار، نامشروع اړیکو او غلا په تورونو مجازات شوي دي.

د محکمې د اعلامیې له مخې، پرون (دوشنبې ، ۵ د غبرګولی/ د مې ۲۶مه) پنځه کسان د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د «قمار» په تور هر یو ته ۱۵ دُرې او دوه میاشتې او شل ورځې تعزیري بند ورکړل شوی دی.

په دوو جلا اعلامیو کې، د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په غزني ولایت کې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» او «غلا» په تور د مقر او واغظ ولسوالیو کې هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوي دي. یو تن یې شپږ میاشتې او بل یې پنځه کاله تعزیري بند هم اخیستی دی.

همداراز، دوه کسان د لغمان ولایت د قرغه‌ای ولسوالۍ کې د «غلا» په تور په درو وهل شوي دي. د محکمې د اعلامیې له مخې، هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوي او یو کال تعزیري بند ورکړل شوی دی.

طالبان له هغه راهیسې چې بېرته واک ته رسېدلي، څو ځله یې د خلکو په وړاندې د بدني مجازاتو لکه د درو وهلو اقدام کړی. تر دې دمه لږ تر لږه لس کسان هم د خلکو په حضور کې اعدام شوي دي.

نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د بدني مجازاتو او علني اعدامونو تطبیق د نړیوالو قوانینو خلاف او د انساني کرامت خلاف بللي، او څو څو ځله یې د دغو کړنو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button