
افغانستانښځې او بشري حقونه
طالبانو په غزني کې دوه کسان په درو ووهل
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړې چې په غزني ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور په درو وهلی دي.
یاد محکمې چهارشنبه د کب پر ۲۹مه(۱۹ د مارچ) په یو خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا حکم د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې تطبیق شوی دی.
خبرپاڼه زیاته کړي دي چې یاد کسان هر یو په دوه کاله بند محکوم شوي او ۳۵ دری وهل شوي دي.
که څه هم د بشري حقونو سازمانونو دا اقدامات د بشري کرامت او آزاديو په ګډون د نړیوالو معیارونو سرغړونه بولي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم تغیر نه دی راوړی.