افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په بلخ او پروان کې د درې ښځو په شمول څلور کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې څلور تنه، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، د بلخ او پروان ولایتونو په عام محضر کې په درو وهل شوی دی.

د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، د سه‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه/ د جون ۳مه) درې کسان د “نامشروع اړیکو” په تور په بلخ ولایت په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوی دی. یو نارینه ته ۳۹ دُرې، او دوو ښځو ته ۳۰-۳۰ دُرې سزا ورکړل شوې وه. دا حکم د بلخ د ښاري ابتدايي محکمې له‌خوا صادر او پلی شوی دی.

په یوه بله اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه/ ۲ د جون) یوه ښځه په پروان ولایت کې د “زنا” په تور ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د اعلامیې له مخې، دا سزا د پروان د ښاري ابتدايي محکمې په انګړ کې، د چارواکو، مراجعینو او ځايي خلکو په حضور کې تطبیق شوې ده.

د طالبانو چارواکو ویلي چې دا ډول سزاوې د دوی د جزايي قوانینو او شریعت د پلي کېدو برخه ده. خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د دغو علني مجازاتو له دوام څخه اندېښنه ښودلې او د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

ریچارډ بېنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، دغه کړنې غندلې او یو ځل بیا یې په بدني او علني سزاوو د بندیز ټینګار کړی. هغه خبرداری ورکړی چې “د دغو سزاوو عادي کول” د انساني کرامت او نړیوالو بشري اصولو سره په ټکر کې دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button