افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په خوست او جوزجان کې د پنځه ښځې په شمول، ۱۳ کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په جوزجان او خوست ولایتونو کې پنځه ښځې او اته نارینه په علني توګه په درو وهل شوي دي.

یاده محکمه نن (شنبه، د وري ۲۳مه/ ۱۲ د اپریل ) په یوه بیان کې پر ایکس لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ، دوه ښځې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ کې د «نامشروع اړیکو» او «له کوره د تښتېدو» په تور، په علني توګه هرې یوې ته د خلکو په حضور ۳۹ دُرې وهل شوې او درې کاله بند ورته ورکړل شوی دی.

ورپسې، په بل بیان کې ویل شوي چې په خوست ولایت کې یوه ښځه او دوه نارینه د «زنا» په تور، او دوه ښځې او شپږ نور نارینه د «نامشروع اړیکو»، «د دیني شعائرو سپکاوی»، «رشوت» او «دروغ راپور» په تور په علني توګه په دره وهل شوي دي.

په دې بیان کې ویل شوي چې هر یوه ته له ۳۵ څخه تر ۳۹ پورې دُرې وهل شوې او له دوو تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ورته ټاکل شوې ده.

دا پرېکړې داسې مهال ترسره کېږي چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د بدني سزاګانو او علني اعدامونو لړۍ سختولې ده.

پرون د بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې طالبانو څلور نارینه د قتل په تور د سلګونو خلکو په حضور کې اعدام کړل.

د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمیسیون او د بخښنې نړیوال سازمان دا اعدامونه او علني سزاګانې غندلي او دا یې د انساني کرامت خلاف ګڼلي دي.

یادې ادارې له طالبانو غوښتي چې دا «د بشر ضد» کړنې ژر تر ژره ودروي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button