افغانستان

ننگرهار کې طالبانو د محرم پرته د ښځینه خبریالانو کار او د لغمان کې د ژوندي موجوداتو انځورونه بند کړي دي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) وایي چې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د ښځينه خبریالانو پر تګ‌راتګ محدودیتونه لګولي او له هغوی څخه یې غوښتي چې پرته له شرعي محرم نه دې کار ته نه ورځي. همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) وایي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د لغمان ولایت ته هم پراخ شوی دی.

د AJSO لخوا نن د سه‌شنبې (۱۳ د غبرګولی/ د جون ۳مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ننګرهار کې اعلان کړی، ښځينه خبریالانې نشي کولای پرته له شرعي محرم څخه کار ته لاړې شي او نه‌شي کولای له نارینه‌وو سره په ژوندیو خپرونو کې ګډون وکړي.

دغه سازمان د طالبانو دغه پرېکړه په کلکه غندلې او دا یې “د ښځو پر اساسي حقونو ښکاره تېری” او “د رسنیو د آزادۍ پر وړاندې یوه جدي ضربه” بللې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «ښځینه خبریالانې، سره له ټولو ګواښونو او چلنجونو، تل د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او زیان‌پذیرو قشرونو، غږ پورته کړی دی. خو د طالبانو دا تازه پرېکړه ښايي دوی له رسنیز ډګره ورو ورو حذف کړي.»

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د مطبوعاتو له ملاتړو غوښتي چې د طالبانو پر دغې “ښځه‌ضد” پرېکړې چوپ پاتې نه‌شي، او له طالبانو یې غوښتي چې پر ښځو خپل‌سري محدودیتونه نه‌شي لګولای، بلکې باید د ښځو د برابر مشارکت زمینه برابره کړي. سازمان خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام به افغانستان نوره هم نړیوال انزوا ته ټېل وهي.

له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې د لغمان ولایت چارواکو په رسمي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړي دي.

د اعلامیې له مخې، مولوي پاچاگل احمدي، چې په لغمان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مشري کوي، له سیمه‌ییزو مسؤلینو او رسنیو سره په یوه غونډه کې امر کړی چې رسنۍ باید د هر ډول ژوندیو موجوداتو د انځور خپرولو څخه ډډه وکړي.

د خبریالانو دغه مرکز خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام به د رسنیو فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي او دا پرېکړې د رسنیو د عامه قانون او د بیان د آزادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي. دوی له طالبانو غوښتنه کړې چې له دغو بندیزونو څخه لاس واخلي او د رسنیو د آزادې فضا د بېرته راګرځولو لپاره ګامونه پورته کړي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button