
طالبانو څلور کسان چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، په دوو ولایتونو کې په درو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې د سهشنبې په ورځ (۹ د غویي/ د اپریل ۲۹مه) په دوو جلا اعلامیو کې ویلي، چې څلور تنه (دوه نارینه او دوه ښځې) په پروان او ننګرهار ولایتونو کې د «زنا» او «نامشروعو اړیکو» په تور په درُو وهلي دي.
د لومړۍ اعلامیې له مخې، یوه ښځه او یو نارینه د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ، د یکشنبې په ورځ (د غویي ۷مه / ۲۷ د اپریل) د «زنا» په تور محکوم شوي، هر یوه ته ۳۹ دُرې وهل شوې او دوو کلونو تنفیذي حبس ته محکوم شوي دي.
په دوهمه اعلامیه کې ویل شوي چې یوه بله ښځه او نارینه د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالۍ کې هم د یکشنبې په ورځ د “نامشروع اړیکو” په تور هر یو ته ۳۹ شلاقه وهل شوي دي. په دې اعلامیه کې د بند سزا یادونه نه ده شوې.
له هغه وخته چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، دوی په وار وار د بدني سزاوو لکه شلاق او علني اعدامونو حکمونه عملي کړي دي. تر اوسه لږ تر لږه ۱۰ کسان د سلګونو خلکو په مخ کې اعدام شوي دي.
نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو مدافعین دا ډول بدني سزاوې او علني اعدامونه د نړیوالو قوانینو او د انسان کرامت ښکاره نقض بولي او د دې د سمدستي بندېدو غوښتنه کوي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو له خوا ترسره کېدونکې محاکمې د عادلانه قضايي معیارونو پرته ترسره کېږي، او دا چاره په افغانستان کې د زور، ویرې او سیسټماتیکې سرکوب زیاتوالی لامل ګرځي.