افغانستان

ننګرهار کې د کور د چت پرېوتو په پېښه کې یو ماشوم مړ او پنځه نور کسان ژوبل شوي

د ننګرهار ولایت د طالبانو سیمه ییز چارواکۍ وایي،  چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یو کور د چت پرېوتو په پېښه کې د دوه ماشومان په شمو شپږ کسانو ته مرګ ڗوبله اوښتې. مړه او نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طایب حماد ویلی دی چې دا پېښه تېره شپه (شنبه، د کب ۴) د کوټ ولسوالۍ اړوند “هیندارو” سیمه کې د کور د زړښت له امله رامنځته شوې ده.

د حماد په وینا په دې پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان، چې یو یې ماشوم او څلور یې مېرمنې دي، ټپي شوي دي.

د خواله رسنیو کارکوونکو د دې پېښې پر مهال ژوره خواشیني څرګنده کړې او د مسوولینو او خیریه مؤسسو څخه یې وغوښتل چې د مړو او ټپیانو د کورنۍ مالي او روغتیایی مرسته وکړي.

په یاد ولایت کې دا لومړۍ پېښه نه ده؛ مخکې هم د ودانیو د کمزورتیا له امله ورته حادثې رامنځته شوې دي، چې ډېری قربانیان یې مېرمنې او ماشومان وي.

 

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button