
په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه؛ درې خبريالان ټپیان شول
د تورخم په سرحدي سیمه کې محلي سرچینو راپور ورکړی چې نن (چهارشنبې، د کب ۱۵مه/ ۵ د مارچ ) د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې درې داخلي رسنیو خبريالان ټپیان شوي دي.
د دې سرچینو په وینا، شمشاد خصوصي تلویزیون، پژواک خبری آژانس او امید رېډیو خبريالان د پاکستاني ځواکونو له خوا د تورخم په سرحدي سیمه کې د هاوانو په توغولو ټپیان شوي دي. د شمشاد او پژواک رسنیو خپلو خبريالانو ټپي کېدل تایید کړي دي، خو د دوی د روغتیا په اړه نورې تفصیلات خپاره نه دي شوي.
دا جګړه د دوو اړخونو ترمنځ د دوشنبې ماښام څخه وروسته، دریمه ځلي ده او د محلي سرچینو په وینا په دې کې دواړو خواوو له سپکو او درنې وسلو کار اخيستلی دی، چې دا په سیمه کې د اوسیدونکو د اندیښنې لامل شوی دی.
دا پیښې داسې مهال کې رامنځته شوي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او مسافرو یو له مهمو لارو څخه – د تورخم دروازي د دوو اړخونو ترمنځ د اوسنیو کړکیچ له امله د دوولسمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده. د دې دروازي تړل کېدل چې د سرحدي کړکیچونو له امله نور هم زیاتوالی موندلی، د دواړو هېوادونو په اوسیدونکو او سوداګرۍ باندې پراخې اغیزې لرلې دي.
تر اوسه د جګړې دواړو اړخونو، طالبان او پاکستاني مقاماتو په رسمي ډول د دې پیښو په اړه کومه بیان نه دی کړی.