افغانستان

مولوی عبدالکبیر د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې: د لارې بندول، جګړه، او تاوتریخوالی، د دحل لاره نه ده

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني په کتنه کې ویلي چې د تورخم لارې بندول، جګړه، او تاوتریخوالی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو حل لاره نه ده. هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ “کوچنۍ ستون


زې” یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی چې په تورخم کې د ویجاړونکو اقداماتو ته د پاکستان له خوا د پام کېدو په ځای، دې لاره پرانیستل شي، ځکه د بندیز له امله زرګونه مسافرین، ناروغان، جنازې او سوداګریزه توکي د پولې په دواړو خواوو کې بند پاتې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې د تورخم دروازه د تیرو ۱۳ ورځو راهیسې تړلې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د ” ډیورنډ فرضي کرښې” د غیرقانوني جوړښتونو د جوړولو په اعتراض د بندیز علت بیانوي.

د دې لارې د بندیدو وروسته، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لږ تر لږه درې ځله نښتې شوې دي، چې په دې نښتو کې یو طالب وژل شوی او د دوه نور طالب سره دوه خبریالان هم ټپي شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونه له مخی، د پولې په هغه اړخ کې هم ملکي وګړو ټپي شوي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ویلي، سوداګرۍ سکتور د دې بندیز له امله سخت زیانمن شوی دی. د دې بنسټ په وینا‌‌، هر ورځ د افغان سوداګرو ته د ۵۰۰ زره ډالرو زیان رسیږي.

د تورخم بندیز د طالبانو د افغانستان د کنټرول له نیولو راهیسې څو ځله تکرار شوی دی، چې د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د کرښې او نورو سیاسي اختلافاتو څرګندوی.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button