
مولوي عبدالکبیر له خپل مقام نه لرې شو
مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو د رئیسالوزرای مرستیال سیاسي مقام کې فعالیت کاوه، له خپل مقام څخه لرې شو او د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پنجشنبې په ورځ د مرغومی۲۰ مه / ۹ د جنورۍ په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې د طالبانو د رهبر په امر هغه د مهاجرینو او راستنیدونکو د وزیر په توګه وټاکل شو.
مولوي عبدالکبیر په مهاجرینو وزارت کې د خلیلالرحمن حقاني ځای نیسي، چې د روان کال د لړم په ۲۱مه نیټه په دې وزارت کې په یوه انتحاري برید کې ووژل شو.
مولوي عبدالکبیر د طالبانو د رهبر نږدې مشهور شخصیت دی او په درېیو کلونو کې له خپل ځایه د رئیسالوزرا مرستیال په توګه، د ملا محمد حسن آخوند (رئیس الوزرا) د ناروغۍ له امله، عملاً د دې ډلې رئیسالوزرا و.
د طالبانو د کابینې مهمې غونډې او له بهرنیو مقاماتو او هیئتونو سره کتنې یې ترسره کول.