
د تورخم دروازې نږدې نهه ورځې وروسته هم د تړل کیدو په حالت کې ده، چې په دې اړه د طالبانو د کمیشنر عبدالجبار حکمت په خبره، د طالبانو یوې ډلې له پاکستاني چارواکو سره د دې دروازې د بیا پرانیستلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د حکمت په وینا، نن یکشنبې، د کب ۱۲مه(۲ د مارچ) د ننګرهار ولایت د طالبانو مرستیال والي په مشرۍ، یوه پلاوي په تورخم کې د پاکستاني چارواکو سره ناستې کړي ده.
د نوموړي په خبره، طالب پلاوی پاکستاني لوري ته ویلي دي چې د سوداګرۍ اسانتیا لپاره د تورخم دروازه باید ۲۴ ساعته خلاصه وي او سیاسي مسلې باید له سوداګرۍ څخه جلا شي. حکمت زیاته کړه: «موږ پاکستاني لوري ته وویل چې د تجارت لپاره دا دروازه په ټوله ورځ کې خلاصه وساتل شي. سوداګري او سیاست باید سره تړاو ونلري.»
په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د طالبانو غوښتنې د خپلو لوړپوړو مسوولینو سره شریکولو ژمنه کړې ده، خو دې ناستې تر اوسه څرګنده پایله نه ده لرلې. د حکمت په وینا، پاکستاني لور ویلې دي چې بهرنیو چارواکو ته به د دوی غوښتنې وړاندې کړي او په راتلونکې ناسته کې به یې نتیجه اعلان کړي.
د تورخم کمیشنر په دې اړه مسافرو ته هڅونه وکړه چې «تر بلې خبرتیا پورې د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ هڅه ونه کړي.» دا مهال، د دروازې تړل کیدو له امله زرګونه مسافر او سوداګر د دې سیمې په دواړو خواوو کې بند دي.
په تېرو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه ناسته هم د اختلافونو له امله بې پایلې پاتې شوې وه. یادونه کیږي چې پاکستان د نهو ورځو وړاندې د «امنیتي او فنی دلایلو» په استدلال د تورخم دروازه وتړله، خو طالبان دې اقدام ته د سیاسي فشار په سترګه ګوري.