افغانستان

د امریکا او روسیې ترمنځ د طالبانو په اړه شخړه؛ د روسیې له تور لیست څخه د طالبانو حذفول یو وحشتناک پیغام لري

سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، تازه ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې اصلي واکمنان دي او مسکو غواړي هغوی د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبان د ترهګرو ډلې په توګه نه دي اعلان کړي او یوازې ۱۲ تر ۱۵ کسان یې د دې شورا په تور لیست کې شامل دي. هغه وویل: «طالبان هغه کسان دي چې په افغانستان کې اصلي واک په لاس کې لري. موږ لکه د چین ولسي جمهوریت، هېڅکله خپل سفارت هلته نه دی تړلی. قزاقستان تازه پریکړه کړې چې هغوی د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي، موږ هم دا کار کوو. موږ لکه زموږ د منځنۍ آسیا متحدین، افغانستان ته اهمیت ورکوو.»

د رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تازه ولسمشر ولادیمیر پوتین ته مشوره ورکړې چې طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي. روسیې مخکې ویلي و چې د طالبانو د دې لیست څخه د ایستلو په اړه غور کوي.

اوس امریکا په دې اظهاراتو غبرګون ښودلی چې که روسیه طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي او په رسمیت یې وپیژني، نو دا به نورو هیوادونو ته یو «ډیر خراب پیغام» واستوي. امریکا همدارنګه ټینګار کړی چې طالبانو خپلې هیڅ یوې ژمنې نه دي عملي کړې.

جان کربي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د اړیکو سلاکار، د سې شنبې په ورځ (۸ جوزا/۲۸ می) په دې اړه وویل: «زه فکر کوم چې دا کار به یو ډیر خراب پیغام واستوي. موږ په داسې حالت کې نه یو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. که روسیه دا کار وکړي، موږ باور لرو چې دا به نورو ته یو بد پیغام واستوي.»

هغه ټینګار وکړ: «طالبانو هېڅ یوه ژمنه چې د واک په اخیستو کې یې کړې وه، نه ده عملي کړې؛ نه د ښځو او نجونو په چلند کې، نه د اقتصاد په مدیریت کې او نه د خپلو خلکو په ساتنه کې.»

د طالبانو له بیا واکمنیدو نږدې درې کاله وروسته، تر اوسه هېڅ هېواد دې ډلې ته په رسمیت پیژندنه نه ده ورکړې. د نړۍ له خوا د طالبانو سره د تعامل شرطونه، د بشري حقونو او د ښځو حقونو مراعت او په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول دي، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button