Uncategorizedافغانستاننړۍ

پاکستان: له طالبانو څخه د امریکايي تجهیزاتو بېرته اخيستلو ته ملاتړ کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې پاکستان د متحده ایالاتو له هغه نظر ملاتړ کوي چې غواړي په افغانستان کې پاتې شوې وسلې بیرته تر لاسه کړي.

ده په یوه خبري غونډه کې ویلي چې پاکستان په دې اړه اندېښمن دی چې دا وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي او د پاکستان په خاوره کې له دې وسلو څخه استفاده وشي. هغه زیاته کړه که چېرې متحده ایالات د دې وسلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي، دا به د سیمې د ټولیز امنیت لپاره ګټور وي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور مایک والټز سره په خبرو کې د ډونالډ ټرمپ د هغه پرېکړې ملاتړ کړی چې په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزاتو راستنول غواړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله په افغانستان کې د پاتې شوي نظامي تجهیزاتو پر بیا راستنولو ټینګار کړی دی. هغه ویلي و چې دغه تجهیزات د طالبانو د فعالیتونو لپاره ګټور کیدی شي.

په عین وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اسلام اباد له افغانستان سره د ګاونډیتوب ښې اړیکې غواړي. خو هغه وویل چې ترهګري لا هم د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو خنډ دی. د ده په وینا، ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان، د افغانستان په خاوره کې فعالیت ته ادامه ورکوي.

د تورخم لارې تړل هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته د ستونزې موضوع وه. هغه وویل چې طالبانو د دې لارې په دوو ځایونو کې غیر قانوني رغونې ترسره کړې او د تورخم د سرحدي ترمینال او پاکستان د نظامي پوستو په لور یې ډزې کړې دي.

شفقت علي خان د پاکستان د دې اقدام غندنه وکړه او وویل چې د تورخم ترمینال د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره مهم دی او د دې لارې تړل د اقتصادي وضعیت خرابوالي لامل کیږي.

د تورخم لار دوه اونۍ کیږي چې تړل شوې ده او د هغې د پرانیستلو لپاره خبرې لا هم بې نتیجه پاتې شوې دي.

 

 

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button