
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو لپاره د ښونځیو دروازې پرانیزي
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم د طالبانو نه غوښتنه وکړه چې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو د زده کړو بندیز لغوه کړي او هغوی ته د تعلیم ترلاسه کولو بې قید او شرطه شرایط برابر کړي.
دې نړیوالې سازمان، پرون شنبه، د وری ۲مه (۲۲ د مارچ) په یوه پیغام چې په ایکس (تویټر) کې خپره کړي دي د طالبانو لخوا د نجونو د زده کړې دوامداره بندیز “غیرقابل توجیه” وبلل او د “تعلیم ترلاسه کولو پر بشري حق” یې برید بللی.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، طالبان د “منفي” پلمي دلیلونو په استفاده د ښځو او نجونو پر ضد د تبعیض پالیسۍ ترویج کوي.
دې سازمان د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کړې ده چې د یو طومار په لاسلیک کولو سره، طالبان د میلیونونو نجونو له تعلیم څخه د محرومولو په اړه حساب ورکولو ته اړ کړي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار وکړ چې د نجونو د تعلیم څخه محرومول د هغوی راتلونکی ته ګواښ پېښوي او دا د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو ښکاره سرغړونه ده.
دې ادارې د طالبانو نه غوښتنه کړې چې پر ځای د بې بنسټه توجیهاتو، د ټولو نجونو لپاره د تعلیمي نظام ته د بیرته ستنېدو زمینه برابر کړي.
د ۱۴۰۳ تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې د څلورم کال لپاره د شپږم ټولګي نه پورته نجونې د ښونځۍ له حضور څخه محرومې دي. دغه محدودیت چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه په ۱۴۰۰ کال کې پیل شو، نه یوازې د ابتدايي او منځني ښوونې، بلکې د پوهنتونونو او صحي انسټیټیوټونو زده کړو ته هم اړوند دی.
د یونیسف د ارقامو له مخې، د نجونو د زده کړو بندیز په دوام سره، په نوي کال کې ۴۰۰ زره نور نجونې د خپلو زده کړو څخه پاتې شوي چې د دې شمېرې له مخې، د تعلیم نه محرومو نجونو ټول شمېر ۲.۲ میلیونه ته رسېدلی دی.