افغانستانښځې او بشري حقونه

د خدیر او سنګ تخت-بندر په ولسوالیو کې د طالبانو لخوا د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکزونه بند او استادان یې نیول شوي دي

دتحول خبری آژانس: د خدیر او سنګ تخت-بندر ولسوالیو څخه ځايي سرچینې تحول ته ویلي چې په دې دوو ولسوالیو کې د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکزونه بند شوي او ښوونکي او مدیران یې نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو تېره یکشنبه ۲۳ د مرغومي/ ۱۲ جنوري د انګلیسي ژبې د “نوی افق” مرکزونو ته چې زده کوونکي په کې د درس په حال کې وو، یرغل کړی، استادان او مدیران یې نیولي او کمپیوټرونه او د تدریس وسایل یې ضبط کړي دي.

یوې سرچینې د سنګ تخت-بندر څخه تحول ته ویلي: «د طالبانو استخباراتي ځواکونه د شنبې په ورځ ۲۲ د مرغومي د سنګ تخت-بندر مرکزی څانګه پلټنه کړې، د استادانو او مسؤلینو د تذکرو عکسونه یې اخیستي او بیا د یکشنبې په ورځ ۲۳ د مرغومي په ۸:۰۰ بجو کله چې هلته هیڅ انجلۍ موجوده نه وه، دوه استادان او یو مدیر نیولي دي.»

سرچینه زیاتوي چې وروسته له دې چې د سنګ تخت-بندر د مشرانو له خوا بیا بیا غوښتنې وکړل، د دوشنبې په ورځ ۲۴ د مرغومي/ ۱۳ جنوري دوه استادان او مدیر د تضمین په بدل کې خوشې شول.

په ورته وخت کې یوه بله سرچینه د خدیر ولسوالي څخه هم د “نوی افق” مرکزونو بندیدل تاییدوي او وایي چې دا مرکزونه د دوو ورځو راهیسې بند دي او ټول استادان یې د طالبانو استخباراتو لخوا نیول شوي او تر اوسه پورې د استخباراتو د مدیریت په بند کې دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د دې مرکزونو د بندولو دلیل د دې ډلې د رهبر له حکم څخه سرغړونه، چې د نجونو زده کړې یې بندې کړې وې، او د ځوانانو تر منځ د “مسیحیت د خپرولو” ادعا کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې دغه مرکزونه پنځه کاله وړاندې د “جي آر ایس” مؤسسې لخوا په دې دوو ولسوالیو کې پیل شول او د طالبانو په واکمنۍ کې وروسته د “نو افق” مؤسسې لخوا مدیریت کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د یوې دیني مکتب د فارغینو په غونډه کې د غزې خلکو ته د عصري علومو نه زده کولو له امله نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې د فلسطین خلک د عصري علومو او ټکنالوژۍ د زده کولو په برخه کې له سستي سره د اسراییلو په وړاندې نن ورځ کمزوري دي.

دا نیوکه د ښاغلي مجاهد په داسې مهال کې کیږي چې په غزه کې د تعلیمي نظام د طالبانو د تعلیمي نظام سره برعکس هیڅ ډول جنسي او موضوعاتي محدودیتونه شتون نلري.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمرد په ۲۴ نېټه له واکمنېدو وروسته، د پراخو ملي او نړیوالو نیوکو سره سره، د شپږم ټولګي نه پورته د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو لپاره بندې کړي دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button