
طالبان د ټرامپ هغه ادعا رد کړه چې امریکا له لارې طالبانو ته ملیاردونه ډالر لیږل شوي
د دونالد ټرمپ له لوري د جو بایډن حکومت لخوا طالبانو ته د ملیاردونو ډالرو د لیږلو په اړه د تیرې شپې څرګندونو په ترڅ کې، د طالبانو یو ویاند دغه ادعا رد کړه.
حمدالله فطرت، د طالبانو مرستیال ویاند، نن پنجشنبه د مرغومی ۱۹ مه / جنورۍ ۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا نه یوازې طالبانو ته کومه مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانستان ملیاردونه ډالر پیسې یې بندې کړي دي.
هغه په دې اعلامیه کې ادعا کړې چې هغه مرستې چې امریکا یې یادونه کوي، یوازې د دې هېواد د ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو په لګښتونو مصرف شوي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې چې طالبان هیڅ ډول مرستې له امریکا څخه نه غواړي او هېڅکله یې له دې هېواد څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو منتقدین، په ځانګړې توګه ښځې، د متحده ایالاتو نغدي مرستې د افغانستان په ځواکمن کولو او دې ډلې ته د مالي ملاتړ په توګه ګڼي او څو ځله یې غوښتنه کړې چې دا مرستې ودرول شي.