افغانستان

طالبان: تورخم د مسافرو لپاره لا هم نه دی پرانستل شوی

 

 

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي اعلان کړي دي چې د تورخم سرحدي دروازه نن (جمعه، ۱ د وری / د مارچ ۲۱مه) هم د مسافرو لپاره پرانیستل شوې نه ده.

په تورخم کې د طالبانو کمیشنر، عبدالجبار حکمت، د دې تړلو علت “په دیورنډ کرښه باندې تخنیکي ستونزې” ښودلې دي. هغه د دې تخنیکي ستونزو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا سرحدي دروازه له چهارشنبې راهیسې یوازې د ترانزیتي موټرو لپاره پرانستل شوې وه او ټاکل شوې وه چې نن د مسافرو لپاره هم د تګ راتګ امکان برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه د شاوخوا یوه میاشتې راپدیخوا د پاکستان لخوا د طالبانو د سرحدي تاسیسات د جوړولو په عتراض ، په بشپړ ډول تړل شوې وه.

د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سرحدي لارو څخه ده او د دې اوږدمهاله تړل کیدل نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري ته ګډوډي راولي، بلکه پر هغه زرګونه مسافرو مستقیمه اغیزه لري چې د کار، درملنې یا د کورنۍ د لیدنې لپاره دې سرحد څخه تګ راتګ ته اړتیا لري.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button