
د ښځو نړیوال ورځ؛ په ننګرهار کې یوه مرمن د خپل خاوند لخوا وژل شوی دی
ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې یو ۲۸ کلنه مېرمن چې له نږدې لسو میاشتو راهیسې یې واده کړی و، د خپل خاوند لخوا په زندۍ وژل شوې ده.
د سر چینو په وینا، دا پېښه تېره ورځ جمعه، ۱۷ د کب (۷ مارچ) د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ماماخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیمې یو اوسیدونکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، وايي چې وژل شوې ښځه یو کال وړاندې د خپل لومړني خاوند له مړینې وروسته د هغه د ورور سره واده کړی و. نوموړې تېره ورځ په خپل کور کې د خاوند لخوا ونیول شوه او وژل شوه. سرچینو زیاته کړه چې د وژل شوې میرمن دوه ماشومان چې له تیر خاوند څخه یې پاتې وو، اوس بې سرپرسته پاتې دي، ځکه نوی خاوند یې د پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د ګوشتې ولسوالۍ د طالبانو ځایي چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي چې د میرمن د قتل انګېزه تر اوسه نامعلومه ده، خو په دې اړه څېړنې روانې دي. دوی ټینګار کوي چې بهیر به د قانوني پروسو له مخې پرمخ یوسي.
په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ډیروالی لیدل شوی دی چې ځینې یې په وژنو پای ته رسيږي. د بې روزګارۍ، فقر، د ځوانو نجونو اړباندې جبري وادهونو، او کورني تاوتریخوالۍ په څیر عوامل د دې ډول جنایاتو اصلي لاملونه بلل کېږي.