
افغانستان
ننګرهار کې یو ځوان د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شول
ننګرهار کې ځايي څرچینې وايي، چې په دغه ولایت د کامې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (جمعه، ۱۰ د کب/ د فبرورۍ ۲۸مه) د کامې ولسوالۍ اړوند د دارګلۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
وژل شوی کس حافظ الله نومیدلی او د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې کله یې کور ته د ستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
طالب چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي او وایي چې په دې اړه پلټنې روانې دي، او ډیر ژر به د دې پېښې عاملین ونیول شي.
دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یو بل ځوان د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی و.
په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژنې زیاتې شوې دي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.