افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبان یوه ښځه او یوه سړی په کاپیسا کې شلاق ووهل

د طالبانو د سترې محکمې اعلان کړی چې په کاپیسا ولایت  کې پر یوه ښځه او یوه سړی د شلاق حکم تطبیق شوی دی.

په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د سترې محکمې نن پنجشنبه، دسلواغې ۱۱مه (۳۰ جنوري) خپره کړې، ویل شوي چې د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم له مخې، دې ښځې او سړي ته د نکاح نه بهر اړیکې د جرم په توګه د شلاق حکم ورکړل شوی دی.

 

تیره ورځ هم راپور ورکړل شوی و چې په پنجشیر او ننگرهار ولایتونو  کې څلو  سړي او دوه ښځي شلاق ووهل شول.

د طالبانو د هېواد په بیا نیولو سره، ورزشي میدانونه د بدني جزا او اعدام لپاره ځایونه ګرځیدلي دي.

 

د بشري حقونو نړیوالي بنسټونو بدني جزا او اعدامونه د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف ګڼي، او څو ځله یې د دې جزاګانو د بندولو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button