افغانستاننړۍ

په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د امنیت شورا غونډه؛ طالبان: هیڅ ډله چې ګواښ رامنځته کړي، شتون نه لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د داعش ډله د تهدیدونو به یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي. دغه غونډه به سبا دوشنبې، د سلواغې ۲۲مه (۱۰ د فبرورۍ) ترسره شي او په دې کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وړاندې شي.

د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه (۸ د فبرورۍ) خپره کړې، ویل شوي چې دغه غونډه به د اسلامي دولت د خراسان څانګې، په افغانستان او سیمه کې د تهدیدونو ارزونه وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور چې د سلواغې ۱۲مه (۳۱ د جنورۍ) خپور شوی، ټینګار کوي چې داعش په افغانستان کې او له هغې څخه بهر یو لوی ترهګریز تهدید ګڼل کېږي.

په دې غونډه کې، ولادیمیر ورونکوف، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې، او ناتالیا گهرمن، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمېټې اجرائیه رییس، به د افغانستان او سیمې کې د داعش د تهدیدونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت څو ځله ادعا کړې چې داعش یې په افغانستان کې ماته ورکړی او هېڅ داسې ګروپ نه شته چې د افغانستان او نړۍ امنیت ته ګواښ وي. په ورستي پیښه کې، نن یکشنبې، د سلواغې ۲۱مه (۹ د فبرورۍ)، عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د دې غونډې په اړه په غبرګون کې، د افغانستان امنیتي وضعیت د تېرې یوې لسیزې سره پرتله بې سابقه بللی او دغه اندیښنې بې بنسټه ګنلې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې ویلي دي: “د افغانستان اسلامي امارت په ټولو سیمو کې مطلق حاکمیت لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي. د ځینو نړیوالو سازمانونو، ادارو او یا د سیمې او بهرنیو هېوادونو هغه اندیښنې چې ګواکې له افغانستان څخه ورته امنیتي تهدیدونه رامنځته کېږي، بې‌ځایه او بې‌اساس دي او موږ په بشپړه توګه دا رد کوو.”

د طالبانو دغه ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې داعش د قومي او مذهبي اقلیتونو او د طالبانو ډلې پر وړاندې وژونکې حملې کړي دي. په وروستۍ پېښه کې داعش د لیندۍ په ۲۱مه نیټي (۱۱ د ډسمبر) د کډوالو وزارت په محوطه کې ځانمرګی برید وکړ او د دې ډلې وزیر خلیل الرحمن حقاني ووژل.

دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د جمعي امنیت تړون سازمان هم د ترهګرۍ او د نشه‌يي موادو د قاچاق په اړه په منځنۍ آسیا کې اندیښنه څرګنده کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button