
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو پر وړاندې کافي نظارتي میکانیزمونو نشتوالی د دې لامل ګرځېدلی چې طالبان د دې مرستو څخه ناوړې ګټې اخیستې دي.
دا ۴۰ صفحهای راپور چې تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۲ د کب/ د مارچ ۱۲مه) خپور شو، د طالبانو د واکمنۍ له اغیزې لاندې د امریکا د ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتو مرستو د ویش پروسه څېړلې ده، چې له اګست ۲۰۲۱ څخه تر سپتمبر ۲۰۲۳ پورې ورکړل شوې وې.
د سیګار د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالو پرمختیایي مرستو اداره (USAID) په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو عمومي سازمانونو (PIO) سره ۸۶ تړونونه لاسلیک کړي دي ترڅو په افغانستان کې بشردوستانه پروژې پلي کړي. د دې تړونونو ارزښت ۳ میلیارده او ۳۸ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې په عمده توګه د افغانستان د وګړو لپاره د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړي شوي دي.
خو سیګار ټینګار کړی چې دوه امریکایي ادارې، د مخدره توکو او د قانون د تطبیق چارو دفتر (INL) او د وسلو د لرې کولو او کمولو دفتر (PMWRE)، په خپلو تړونونو کې د نظارت اړوند الزامات لکه د پروژو د تطبیق ځایونو د کتنې یا د خپلواکو ناظران کارولو ته پام نه دی کړی. همدارنګه (INL) د سازمانونو د وړتیا ارزونې لپاره کومه معیاري پروسه نلري ترڅو د امریکایي مالیه ورکونکو د بودیجې ساتنې لپاره یې اطمینان ترلاسه شي.
د سیګار په راپور کې د طالبانو د مرستو په جریان کې څو ځله مداخلې یادې شوې دي، لکه په فبروري ۲۰۲۴ کې چې طالبان د تطبیق کوونکو ادارو څخه غوښتنه کړې وه چې د مرستو اخیستونکو لیست او د ویش ځایونه ورکړي ترڅو په انتخاب کې برخه واخلي.
همدارنګه طالبان په ۲۰۲۴ کې د رواني درملنې پروګرامونه او د ځوانو ښځو ملاتړ مرکزونه ځنډولي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په سپتمبر ۲۰۲۳ کې د «کلمبو طرح» سازمان راپور ورکړی چې طالبان ۸ ځله په دې سازمان کې مداخله کړې او د دې ادارې تجهیزات غلا کړي او د دې ادارې محلي کارکوونکو ته ځورونه ور کړي دي.
سربېره پر دې، په جولای ۲۰۲۳ کې طالبانو د تطبیق کوونکو شریکانو ته امر وکړ چې مرستې یوازې د نارینه وو ته ورکړي، نه د ښځو.
سیګار مخکې په یوه راپور کې ویلي و چې د امریکا د مرستو شریکانو لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیون ډالر د مالیې، ګمرکي فیسونو او اداري لګښتونو په شکل کې طالبانو ته ورکړي دي. دا پیسې له ۳۸ نړیوالو او محلي تطبیق کوونکو ادارو له لارې د طالبانو حکومت ته انتقال شوي دي.
امریکا وروسته له دې چې په اګست ۲۰۲۱ کې خپلې پوځې ځواکونه وباسي، د افغانستان ترټولو لوی مرستندویه پاتې شوې ده. خو راپورونه ښیي چې د مرستو د طالبانو په لور د انحراف په اړه اندېښنې زیاتي شوي دي.