
یوناما: ۱۲۲۵ ورځې د میلیونونو نجونو د تعلیم بندیز یو ناپسنده او تراژیک عمل دی
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه هیئت (یوناما) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۱۲۲۵ ورځې وشوې چې میلیونونه نجونې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د تعلیم حق نه لري او دې ته یې یو ناپسنده او تراژیک عمل بللی دی.
په دې اعلامیه کې چې نن جمعه، د سلواغې ۵مه (۲۴ د جنوري) د نړیوال تعلیم او روزنې په ورځ خپره شوې، ویل شوي: «یوناما دې مهمې ورځې ته د ژورې خواشینۍ او اندېښنې سره د میلیونونو افغان نجونو لپاره چې د تعلیم بنسټیز حق څخه محروم شوي، احترام وړاندې کوي.»
په اعلامیه کې د روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له قوله ویل شوې ده چې دا یو ناپسنده او تراژیک عمل دی چې میلیونونه افغان نجونې د تعلیم له حقه محرومې شوې دي.
اوتنبایوا زیاته کړې ده: «هیڅ کومه هېواد تر اوسه پورې د ځواک تر لاسه کولو او د خپل نیمه وګړي ته تر شا پرېښودلو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمنې چارواکي باید سمدلاسه دې بندیز ته پای ورکړي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته واپس شي.»
یوناما وایي چې ۱،۲۲۵ ورځې وشوې چې طالبانو داسې یو بندیز لګولی دی چې په اساس یې د ۱۲ کالو پورته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی. دغه بندیز د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقوقو او آزادۍ په وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي او افغانستان یوازینی هېواد دی چې په ټینګه د ښځو او نجونو څخه ټولې تعلیمي درجې محروموي.
د نړیوال تعلیم او روزنې ورځ هر کال په ۲۴ جنوري د ملګرو ملتونو لخوا لمانځل کیږي. دغه سازمان «مصنوعي هوش او تعلیم: په داسې نړۍ کې چې هوشمند کیدنه روانه ده، د بشري وړتیا ساتنه» د روان کال لپاره د تعلیم شعار ټاکلی دی.
طالبان له هغه وروسته چې د ۱۴۰۰ کال د زمری په ۲۴مه (۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه) واک ته ورسیدل، ښځې د کار او تعلیم څخه د شپږم ټولګي څخه پورته منع کړې.
دغه بندیز په نړیواله کچه پراخې نیوکې رامنځته کړې دي او ځینې طالبان مشران یې هم په غبرګون کې راوتلي دي.
تیرې ورځې کریم خان، د نړیوالې جزایي محکمه لوی څارنوال د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم او کار د بندیز په تړاو د هبت الله آخندزاده، د طالبانو مشر او عبدالحکیم حقاني، د دغه ډلې د قاضي القضات د نیولو غوښتنه کړې ده.
څو ورځې مخکې، عباس استانکزی، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین هم په یوې غونډه کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، د تعلیم او کار د منع کولو سختې نیوکې وکړې او دا یې د هېواد نیمې جمعې حق تلفي بللې. هغه همدارنګه د دې بندیزونو د شرعي او ديني بنسټ د ورکړې هڅې ناسمې بللې او تلویحاً دا د طالبانو د ډلې د مشر شخصیت له طبیعت څخه ګڼلې و.