افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل په سفر کې د طالبانو له چارواکو سره ولیدل

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، د شنبې په ورځ (۳۰ د وري/ د اپریل ۱۹مه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسید او  د طالبانو له جک‌پوړي چارواکو، لکه د طالبانو رئیس‌الوزرا، ملا محمد حسن آخوند او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیت او د ولسونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې دواړه لوري هوکړې ته رسیدلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره به د لوړپوړو چارواکو لیدنې دوام ومومي.

اعلامیه زیاتوي چې ښاغلي ډار د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې د پولو مدیریت او د امنیتي مسائلو حل یوه “حیاتي لومړیتوب” بللی او ټینګار یې کړی چې باید ګډې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، ملا محمد حسن آخوند د افغان کډوالو سره د پاکستان چلند ناسم او نه منونکی بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د کډوالو ستنیدل د اسلامي او نړیوالو اصولو پر بنسټ اسانه کړي.

د طالبانو رئیس‌الوزرا همداراز ویلي چې د اختلافاتو حل باید د خبرو له لارې وشي او باید عملي ګامونه پورته شي.

اعلامیه زیاتوي چې د دې لیدنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو د حضور موضوع هم راپورته شوې، خو ملا حسن آخوند ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، او دا تورونه یې رد کړي دي.

سربېره پر دې، ملا حسن آخند د تورخم دروازې بندیدل د اقتصادي اړیکو پر وړاندې خنډ بللی او له پاکستان یې غوښتي چې په راتلونکې کې له دې ډول اقداماتو ډډه وکړي.

دا سفر په داسې حال کې تر سره شوی چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړلو بهیر زیات کړی، چې دا اقدام د طالبانو ځینو چارواکو له لوري “غیراسلامي او غیرانساني” بلل شوی دی.

له بلې خوا، پاکستان ادعا کوي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړو ته خوندي پناه ورکوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې او دا یې د پاکستان د امنیتي مدیریت ناکامي بللې ده.

سربیره پر دې، د دواړو خواوو سرحدي ځواکونو وخت ناوخت د یو بل پر ضد د سرحدي سرغړونو ادعاوې کړي او نښتې یې کړي دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button