
ملګرو ملتونو د نړیوالۍ ټولنی څخه غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې خپلې ژورې بشري مرستې له افغانانو سره وساتي.
یوناما په یوه بیان کې نن (دوشنبه، د وری ۱۸مه/ ۷ د اپریل) ویلي چې دغه غوښتنه په استانبول کې «د افغانستان د همغږۍ ډلې» غونډې په درشل کې مطرح شوې ده.
په بیان کې ویل شوي چې په دې ګروپ کې د غړیو هېوادونو استازي، نړیوال مالي بنسټونو او یوناما، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالو مرستو دوام په اړه په ترکیه د استانبول په ښار کې بحث کوي.
یوناما ټینګار کړی چې د ۲۰۲۵ کال لپاره، ۲۲.۹ میلیونه افغانانو ته د بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
په بیان کې د ایندریکا راتوات، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال، په حواله راغلي دي: “که غواړو افغانانو ته مرسته وکړو ترڅو د بیوزلې او درد څخه خلاص شي، باید د اړینو مرستو دوام وکړو، پداسې حال کې چې د اوږدمهاله پایداري او ثبات لپاره زمینه هم برابره کړو.”
هغه زیاته کړې: “سره له دې چې د افغانانو ته د مرستو وړاندې کولو کې پیچلې ننګونې شته، باید په تدریجي توګه د ژوند ژغورونکو مرستو نه د حل لارې ته چې اصلي ستونزې هدف ګرځوي، انتقال وکړو. دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره حیاتي دی.”
د بیان پراساس، په ۲۰۲۴ کال کې، د بشري چارو شریکانو او اساسي بشري اړتیاوو لپاره ۳.۲۱ میلیارده ډالر په ټولیزه توګه د افغانستان د خلکو لپاره مرسته کړي دي ، چې د تیر کال پرتله زیاتوالی ښيي.
یوناما ویلي چې د تیر کال بشري مرستې د افغانانو د بنسټیزو خدماتو د ساتلو او د افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او انجونو د زغم د تقویې لپاره مؤثرې و.
یوناما د افغانستان لپاره د پخوا مرستو ته کڅه هم ګټهور ارزونې کړي دی، خو بیا هم خبرداری ورکړی چې که مرستې ونه شي، د خواړه امنیت او برابر اقتصادي ودې چې افغانستان تر یوې حدي رسیدلې، ته ګواښ پېښیږي.
افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د بهرنیو مرستو د پرېکښېدو، پر له پسې وچکاليو او د پانګې د وتلو له امله په نړۍ کې یو له تر ټولو سختو اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.