
اتانبایوا: د طالبانو ایډیالوژي د افغانستان د نړیوالې ټولنې ته د راستنېدو اصلي خنډ دی
روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د نړیوالې ټولنې ته د راستنېدو اړتیا ته په اشاره ویلي دي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون، چې د طالبانو ایډیالوژي څرګندوي، د افغانستان د نړیوالې سیسټم سره د یوځای کیدو اصلي خنډ دی.
دې غونډه کې، چې پرون (دوشنبه، د کب ۲۰مه / ۱۰ مارچ) د دې سازمان په مقر کې ترسره شوې، اوتانبایوا ټینګار وکړ چې طالبان «اېډیالوژي ته د نړیوالو ژمنو پر ځای لومړیتوب ورکوي» چې دا د افغانستان د نړیوالې ټولنې ته د بېرته ستنېدو په لاره کې یوه جدي خنډ ګرځېدلې ده.
هغې همداراز وویل چې طالبان په «انتخابي ډول» د نړیوالو ژمنو سره عمل کوي او ځینې یې د ملي حاکمیت په اساس رد کړي دي. هغه ژمنې چې د یوناما د رئیس په وینا «نه یوازې د سیاسي پرمختګ بلکې د ۴۰ میلیونو افغانانو د سوکالۍ پر وړاندې مستقیمه اغیزه لري.»
د ملګرو ملتونو استازې په خپلو خبرو کې وویل چې د ښځو پر حقونو شدید محدودیتونه، چې په کې د نجونو د زده کړې بندیز او د ښځو د روغتیايي مرکزونو تړل په مرغومې (دسمبر ۲۰۲۴) میاشت کې پیل شوي، تر اوسه دوام لري.
هغې د پاکستان کې د اسلامي عالمانو د کنفرانس او د اسلامي کنفرانس سازمان د جده اعلامیې ته اشاره وکړه چې د ښځو د حقونو په اړه یې صادره کړې وه او زیاته یې کړه: «دا محدودیتونه چې د مورانو او ماشومانو د مړینې بحران ته وده ورکوي، هیڅ ډول دینی توجیه نه لري.»
د ملګرو ملتونو استازې په خپل راپور کې د داعش لخوا په قندز او د ښار جوړونې او استوګنې وزارت باندې برید په اشاره کې ، او همداراز د افغانستان د “ټي ټي پي” ډلي فعالیت، د طالبانو د ترورېستي ډلو پر وړاندې مبارزې وړتیا او ژمنتیا ته شکونه راپورته کړل.
هغې د راپور په بله برخه کې د افغانستان د انسانې بحران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د وګړو نیمایي (شاوخوا ۲۳ میلیونه) به په ۲۰۲۵ کال کې د بېړني بشري مرستو اړتیا ولري. سره له دې، اوتونبایوا وویل چې د نړیوالو بودیجې کمښت له کبله په تېره میاشت کې ۲۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د ماشومانو د سوءتغذیې د مخنیوي خدمات پرې شوي دي.
د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ تر ټولو لویه مرسته کوونکی دی، د دونالډ ټرمپ د واکمنۍ وروسته ټولې خارجي مرستې وځنډولې. د دې پریکړې په نتیجه کې په افغانستان کې ډیری مرستندویه ادارې، په شمول د ملګرو ملتونو ادارې، د بودیجې د کمښت سره مخ شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې همداراز وویل چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې د سیمهییزو پانګونو له امله د ۲.۷٪ په اندازه وده وکړه، خو هغې ټینګار وکړ چې دا وده د خارجي مرستو د کمښت او د وګړو د زیاتوالي جبران نه کوي.
اوتنبایوا خبرداری ورکړ چې افغانستان د «نړیوالو لومړیتوبونو په سیالي او د بودیجې د کمښت له کبله» د نورو فقرو او جلاوالی سره مخ دی او یوازې د طالبانو د «ښکاره ژمنې» په ترڅ کې چې د نړیوالو ژمنو ته به ژمن پاتې شي، له دې حالت څخه مخنیوی کیدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، څو ورځې وړاندې د یوناما ماموریت په افغانستان کې بې اغیزې او بې ګټې بللی و. د هغه په وینا یوناما له افغانستان نه د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې په ملګرو ملتونو کې ناسم انځور وړاندې کوي.