
باهوس: افغان نجونې باید ښوونځي ته ستنې شي
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرایوي مشرې، سیما باهوس، ټینګار کړی چې افغان نجونې باید بیرته ښوونځیو ولاړې شي او د دوی اساسي حقونه له ځنډ پرته ورکړل شي.
نوموړې پرون دوشنبې،۴ د وري(د مارچ ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: «په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، د ښوونځیو دروازې دریم کال دی چې زرګونو نجونې یې په تورې پاتې کېږي.»
آغلي باهوس زیاته کړي دی: «دا د دوی د اساسي حقونو سرغړونه ده او د هیواد د راتلونکو نسلونو لپاره زیانونه به ولري.»
په افغانستان کې نوی ښوونیز کال تېرې اونۍ د نجونې د ښوونځیو له پرانیستلو پرته پیل شو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې د نجونو پر زده کړو د دوامداره بندیز له امله نن ۲.۲ مېلیونه نجونې له تعلیم څخه بې برخې دي، چې ۴۰۰ زره نورې یې هم د دې کال په پیل سره محرومې شوې دي.
د یونیسف په اټکل، که دا بندیز تر ۲۰۳۰ زکال پورې دوام وکړي، له څلورو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به د لومړني ښوونځي وروسته هم د زده کړو له چانس څخه لرې پاتې شي.
د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دا څلورم ښوونیز کال دی چې افغان نجونې، د شپږم ټولګي نه پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو حق نه لري. نړیوال سازمانونه دا بندیز د «انساني حقونو او ټولنیز پرمختګ په وړاندې ګواښ» بللی دی.