
یوناما: افغانستان د چاودېدونکو توکو څخه تر ټولو ځپل شوی هیواد دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د “ماینونو د پوهاوي او له ماین پاکۍ سره د مرستې نړیوالۍ ورځې” په مناسبت ویلي چې افغانستان د څو لسیزي جګړې ز پاتې شوي چاودېدونکي توکي له امله تر «ټولو ځپل شوی هیواد» دی.
یوناما نن (جمعه د وری ۱۵مه/ ۴ داپریل) د یو ویدیو په خپرولو سره ولي دي: «څو لسیزو جګړې په بهیر کې، په افغانستان کې لسګونو زره بې ځایه وګړي د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا معلول پاتې شوي دي.»
یوناما څرګنده کړې چې ماین پاکۍ یو سخت، خطرناک او لګښت لرونکی کار دی، خو دا یوازې د ژوندونو ژغورنه نه ده، بلکې د افغانستان د خوندي او ثابت راتلونکي لپاره اساسي پانګه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال ۳.۳ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې په یو کیلومتر کې یې ماینونه او چاودېدونکي توکي شتون لري.
په دې اړه د ملګرو ملتونو د بشرپالو چارو همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د ماین پاکۍ پروژو د پلي کولو لپاره ۲۱.۹ میلیون ډالره بودیجې ته اړتیا ده.
دا په داسي حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د تعلیق وروسته هغه موسسې چې په ماینپاکۍ پروژو کې بوخت و، د بودجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه وځنډول.