افغانستان

په بلخ کې یو شمېر معلولان د افغانستان د ماین پاکولو پروژو لپاره د بهرنيو مرستو د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه

په بلخ کې د معلولیت لرونکو کسانو او د هغوی د حقونو د فعالانو یوې ډلې، د افغانستان د ماین پاکۍ پروژو لپاره د مالي مرستو بیا پیلیدو غوښتنه کړې ده.

«د بلخ ولایت د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو د دفاع شبکې» په نوم یو شمېر معلولان د “ماین خطرونو څخه د پوهاوي نړیوالې ورځې” (۴ اپریل) په درشل کې په مزارشریف ښار کې په یوه غونډه د افغانستان د ماین پاکۍ پروژو لپاره د نړیوالو مالي مرستو د پرېکښېدو په اړه خبرداری ورکړي او د دې مرستو د بیا پیلولو غوښتنه کړي ده.

د دغې ډلې په وینا، په افغانستان کې تر اوسه د ماینونو او چاودېدونکو مهماتو څخه پراخه ځمکه ککړه ده، او د ماین پاکۍ پروژو لپاره د مالي سرچینو بندېدل د زرګونو غیر نظامي کسانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند ته جدي خطر مخامخ کړی دی.

ګډونوالو په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د مالي سرچینو پرېکښل نه یوازې د ککړو سیمو د پاکولو بهیر ودروي، بلکې په دې سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ماینونه ځای پر ځای شوي او د خطر پراختیا یې نوې سیمو ته هم رسېدلې ده.

دوی خبرداری ورکړي  چې دا وضعیت کېدای شي د قربانیانو شمېر زیات کړي، په ځانګړې توګه په هغو ماشومانو کې چې په نه پوهېدو سره له دې وژونکو موادو سره مخامخ کېږي.

دغه فعالانو له نړیوالۍ ټولنې او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د مالي مرستو بیا پیلولو سره د بشري فاجعې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

د نړیوالې سري صلیب کمېټې د راپور له مخي په ۲۰۲۴ کال کې ۴۵۵ غیر نظامیان، چې په کې ۳۵۹ ماشومان شامل دي، د ماینونو او چاودېدونکو مهماتو په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې په خطرناکو سیمو کې ژوند کوي او د جګړې پاتې ماینونو او چاودېدونکو مهماتو په چاودنه کې په منځني ډول هره میاشت ۵۵ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې ۸۰٪ قربانیان یې ماشومان دي.

اوچا د ۲۰۲۵ کال لپاره د ماین پاکۍ پروژو د دوام لپاره ۲۱.۹ میلیونه ډالره بودیجه غوښتې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د تعلیق وروسته، په لسګونه بشرپالو مؤسسې، په ځانګړې توګه هغه موسسې چې په ماین پاکۍ کې بوخت و، خپل فعالیتونه وځنډول یا محدود کړل.

د مرغومی پر ۱۴مه (۲ د فبرورۍ)، د ناروې د خلکو د مرستو مؤسسې (این.پی.اِ) چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې فعاله و، په یوه بیانیه کې د مالي مرستو د پرېکښېدو له امله د خپلو فعالیتونو د بندولو خبر ورکړی و.

ماین خطرونو څخه د پوهاوي نړیواله ورځ (۴ اپریل) هر کال د ماینونو له امله د بشري تلفات د کمولو لپاره د پام راګرځیدو په موخه نمانځل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button