
طالبانو وايي چې د افغانستان ۱۱۵۰ مربع کیلومتره ځمکه لا هم له ماینونو او نهچاودلو مهماتو سره ککړه ده
د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې چارواکي وايي چې د هېواد ۱۱۵۰ کیلومتره مربع ځمکه لا هم له ماینونو او ناچاودو موادو سره ککړه ده.
د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رئیس، نورالدین رستمخېل نن د سهشنبې (د وري ۲۶مه / ۱۵ د اپریل ) د نړیوالې ماینپاکۍ ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د ماین پاکۍ پروګرامونو دوام بېقید او شرط نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: «ماینونه او ناچاودې مهمات د خلکو، په ځانګړي ډول د کوچیانو او مالدارانو، لپاره جدي ګواښ دی.»
همداراز، د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست، نورالدین ترابي، د تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشاره سره وویل: «له بده مرغه، په تېرو وختونو کې د ماینونو او سړکغاړې بمونو کارول اوس د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. موږ د دې موادو د شنډولو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لرو.»
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۵۶۴ تنه د ماین او چاودېدونکو موادو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي چې ۴۳۴ تنه یې ماشومان دي.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې ۳.۳ میلیونه کسان د ماینونو له ککړو سیمو څخه د یو کیلومتر په فاصله کې ژوند کوي.
نثاراحمد عمرزی، د ماین پاکۍ د مؤسسو استازی، له دې پروګرام څخه د مالي ملاتړ د کموالي له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د ماین پاکۍ ژغورونکی پروګرام قرباني نه کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د مالي مرستو ځنډ، د ماین پاکۍ پروژو لپاره لازم بودیجه له جدي کمښت سره مخ کړې ده.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره د ماین پاکۍ د فعالیتونو د دوام لپاره ۲۱.۹ میلیونه ډالرو بودیجه غوښتې، خو د بهرنيو مرستو د بندېدو په حال کې، مالومه نه ده چې دا بودجه له کوم ځای تأمین شي.
که څه هم په ځینو ککړو سیمو کې یو څه پرمختګ شوی، خو افغانستان لا هم د جګړو له پاتې ماینونو سره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
په ماین پاکۍ کې فعال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د نړیوالو مرستو کمښت نه یوازې د ماینپاکۍ پروسه له خنډ سره مخ کړې دي، بلکې د زرګونو ملکیانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.