افغانستانراپورونه

د طالبانو ویاند: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغیزناک او بریالي نه و

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) ماموریت «اغیزناک او بریالی نه و».

ښاغلي مجاهد نن سې‌شنبه د کب ۱۴مه(۴ دمارچ)  د افغانستان ملي ټلویزون ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان په اړه «منفي ذهنیت» رامنځته کړی دی.

مجاهد زیاته کړه «یوناما هر وخت د افغانستان په اړه منفي راپورونه خپاره کړي دي، په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو کې یې د دې هېواد په تړاو ناسم تصور خپور کړی دی.»

هغه څرګنده کړه چې یوناما په خپلو تحلیلونو کې د افغانستان په «پرمختګونو، ثبات، امنیت، او د خلکو ارامۍ» تمرکز نه دی کړی، بلکې یې محدود موارد په «ناانصافانه توګه» راټول کړي دي ترڅو د نړیوالې ټولنې ذهنیت خراب کړي.

دا په داسي حال کې ده چی ټاکل شوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د مارچ په منځنیو ورځو کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره بحث کوی. د یاد ماموریت موده د مارچ پر ۱۷مه  پای ته رسېږي، خو تمه کېږي چې امنیت شورا به دا بیاځلي تمدید کړي.

په داسې حال کې چې یوناما د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشرپالو مرستو د وېش مسوولیت لري، د دې سازمان راپورونه د افغانستان د انساني ناورین، د بشري حقونو د سرغړونو، او د پخوانیو دولتي چارواکو او نظامیانو د وژنو په اړه نړیواله ټولنه خبره ساتلې ده.

طالبانو د دې راپورونو په اړه څو ځله شکایتونه څرګند کړي دي، خو نړیوالې سازمانونه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې بیاځلي تائید کړې دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button