Uncategorizedافغانستان

یوناما د نړیوالۍ مطبوعاتو د آزادۍ ورځې په مناسبت د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتر غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د نړیوالۍ مطبوعاتو د آزادۍ ورځې په مناسبت، په هیواد کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو او داخلي بنسټونو یې غوښتي چې د مطبوعاتو د آزادۍ کلک ملاتړ وکړي.

یوناما د شنبې ورځ (۱۳ د غويی/ د مې ۳مه) په خپل بیان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا له قوله لیکلي: «د نړیوالې مطبوعاتو د آزادۍ ورځ د افغانستان د خبریالانو او رسنیو مهم رول یادوي. رسنۍ د یوې باخبره او فعالې ټولنې بنسټ جوړوي او باید د دوی له رول څخه ملاتړ وشي.»

نوموړې د افغانستان د آزادو رسنیو د کمزوري کېدلو د اندېښمن بهیر په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي: «یو متنوع او سالم رسنیز سکتور د شفافیت، د خلکو باور او ښه حکومتولۍ لپاره حیاتي دی. خو په افغانستان کې موږ د خپلواکو رسنیو پرله‌پسې زوال وینو.»

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان رسنۍ له سخت اقتصادي بحران او د طالبانو حکومت له خوا له لګول شویو محدودیتونو سره مخ دي. دا ننګونې د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو لامل شوې او خبریالانو، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو، ته کاري فضا ډېره ګواښوونکې کړې ده.

په عین حال کې، یوناما د مصنوعي ځیرکتیا پر زیاتېدونکي اغېز اندېښنه څرګنده کړې او د یونسکو د استازې، پاتریشیا مک‌فیلیپس له قوله لیکلي: «مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د ناسم معلوماتو خپرولو، د کرکې د خپرولو او د نوو څارنیزو او سانسوري میتودونو په جوړولو کې ناوړه وکارول شي، چې دا د بیان د آزادۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.»

نوموړې زیاته کړې: «دا وضعیت ایجابوي چې ملي او نړیوالې همکارۍ د مطبوعاتو د آزادۍ د ساتنې او د ټکنالوژۍ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره ملي او نړیوالې همکارۍ تر پخوا زیاتې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د «بې‌پولی خبریالانو سازمان» له خوا د خپور شوي تازه نړیوال درجه‌بندي له مخې، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې، په ۱۷۵ ځای کې راغلی دی.

همداراز د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې لیکلي چې له می ۲۰۲۴ تر اوسه د رسنیو د آزادۍ ۲۱۵ سرغړونې ثبت شوې دي.

د دې مرکز په وینا، په دې کې ۱۷۵ مستقیمې او غیر مستقیمې ګواښنې او ۴۰ د خبریالانو نیونې شاملې دي، چې د تېرې دورې (می ۲۰۲۳ تر می ۲۰۲۴) په پرتله نږدې ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button