
غزني کې يوې سيمهييزې راډيو مسئول درې مياشتې بند ته محکوم شوي دي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې سليمان راحل، چې د غزني ولایت د «خوشحال» راډيو مسئول دی، د دې ولایت ابتدايي محکمې له خوا د «طالبانو پر ضد د تبليغاتو» په تور درې مياشتې بند ته محکوم شوی دی.
دغه مرکز پرون (چهارشنبه، د غبرګولي ۷مه/ ۲۸ د مې) په يوه اعلاميه کې دا پرېکړه «غيرعادلانه، غيرشفافه او د استخباراتو د مداخلې پايله» بللې ده او د بيان ازادۍ د لا زيات محدودېدو په اړه يې خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اعلاميې پر بنسټ، دغه پرېکړه د غبرګولي په لومړۍ نېټه په يوه غيرعلني ناسته کې شوې او د راحل پخوانۍ توقيف موده هم پکې شامله ده.
سيمهييزو سرچينو ياد مرکز ته ويلي چې پر راحل شکايت د غزني د استخباراتو له خوا ثبت شوی و او د ده د نيولو علت دا و چې په فيسبوک يې د خلکو د فقر، ټولنيزو ستونزو او د ژوند د حالت په اړه مطالب خپاره کړي وو.
د سرچينې په وينا، د طالبانو استخباراتو د راحل دغه فیسبوکي پوسټونه د عامه ذهنیت د پارولو او د حکومت پر ضد تبليغ بللي او غوښتنه يې کړې وه چې هغه ونیول شي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې سليمان راحل د غویي په ۱۵مه نيول شوی و او اوس د محکمې له مخې بايد درې مياشتې زنداني پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د سيمهييزې ادارې چارواکو، په ځانګړي ډول استخباراتو، تر اوسه په دې اړه هېڅ نظر نهدی ورکړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه پرېکړه د خبریالانو پر وړاندې يو ډول فشار بللی او ويلي یې دي: «دا ډول احکام د طالبانو له خوا روښانه پيغام دی چې پر رسنيو او خبریالانو فشارونه زياتېږي. سيمهييز خبریالان له درې کلونو راهيسې له ګواښ، سانسور او غيرقانوني نيونو سره مخ دي.»
ياد مرکز له طالبانو غوښتي چې د بيان ازادۍ او خپلواکې ژورناليزم ته د درناوي ترڅنګ، سليمان راحل او نور نيول شوي خبریالان خوشې کړي او پر رسنيو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د رسنيو د ازادۍ د څار سیستم د ثبت شوو معلوماتو له مخې، دا مهال لږ تر لږه ۱۳ نور خبریالان او رسنيز کارکوونکي يا بنديان دي يا د بند موده تېروي.
دا لومړی ځل نهدی چې د «خوشحال» راډيو مسئول له قضايي چلند سره مخ کېږي. تېر کال د تله په مياشت کې، د دې راډيو پخوانی مسئول حکمت آرين هم د طالبانو د واک ته تر راستنېدو مخکې د دوی د پوځي عملياتو په اړه د راپور خپرولو له امله د غزني ابتدایي محکمې له خوا يوه مياشت بند ته محکوم شوی و.