
طالبانو لس کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې لس کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د لغمان، پکتيا، بدخشان او کابل په ولایتونو کې د کور څخه د تېښتې، زنا، غلا، لواطت او نشهيي موادو د خرڅلاو په تور د خلکو په حضور کې تعزیري سزا (شلاق) ورکړل شوې ده.
یاده محکمه نن (دوشنبه، ۵ د غبرګولي/ ۲۶ د مې) په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې دا تعزیري سزاګانې د سترې محکمې تر تایید وروسته، د خلکو، علماوو، قومي مشرانو او سیمهییزو چارواکو په حضور کې عملي شوې دي.
په لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ کې یوې ښځې ته د کور څخه د تېښتې په تور درې کاله بند او ۳۰ دورې، او یو نارینه ته یو کال بند او ۳۰ دورې سزا ورکړل شوې ده.
په پکتيا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ کې درې نارینه د غلا او لواطت په تور هر یو ته د ۳۰ تر ۳۵ دورو پورې سزا ورکړل شوې ده.
په بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ کې یوې ښځې ته د زنا په تور ۳۹ دورې سزا اورول شوې ده.
همداراز په کابل کې، څلور نارینه د نشهيي تابلیټونو “زیکپ” او چرسو د خرڅلاو په جرم، اوو میاشتو بند او ۱۰ تر ۲۰ دورو پورې تعزیري سزاوو ته محکوم شوي دي.
د دغو سزاګانو تطبیق یو ځل بیا د بشري حقونو د نقض، د عادلانه محاکمې د نشتوالي، او د سختو او سپکاوی کوونکو سزاګانو د کارونې په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.
د بشري حقونو مدافعین ټینګار کوي چې دغه ډول سزاګانې د نړیوالو معیارونو خلاف دي او د انسان کرامت ته سپکاوی ګڼل کېږي.