افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په څلور ولایتونو کې د یو ښځې په شمول ۱۳ کسان په درو وهلي دي

د سیمه ییزو سرچینو او د طالبانو د سترې محکمې د راپورونو له مخې، ۱۳ کسان، چې په کې یوه ښځه هم شامله ده، په ننگرهار، لغمان، هرات او سرپل ولایتونو کې د خلکو په حضور په شلاق وهل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې نن چهارشنبې، د کب ۸مه(د فبرورۍ ۲۶) درې سړي په ننگرهار ولایت کې د “اسپین غر” ولسوالۍ کې د “نامشروع اړیکو” او “لواطت” په تور هر یو ۳۹ ځلې شلاق شوي دي. دوه یې یوې کالې او دوه نور دوه کلنې بند ته محکوم شوي دي. د دې سرچینو په وینا، د دې کسانو د مجازات حکم د طالبانو د ابتدائیه محکمې له خوا صادر شوی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو د سترې محکمې په یوې اعلامیې کې وویل چې شپږ کسان د تېرې ورځې (سه‌شنبه، د کب ۷مې نېټې / د فبرورۍ ۲۵) په لغمان ولایت کې د “بیلابېلو جرمونو” په تور په شلاق وهل شوي دي. دغه محکمې د دې کسانو د تورونو، د شلاق ضربو او د بند موده نه ده څرګنده کړې.

د طالبانو د سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې درې کسان، چې یوه ښځه هم په کې شامله وه، د دوشنبې په ورځ، د حوت د ۶مې نېټې (د فبرورۍ ۲۴) په هرات ښار کې د “نامشروع اړیکو” په تور ۳۹ ځلې شلاق وهل شوي او دوه کلنې بند ته هم محکوم شوي دي. ویل شوي چې دا حکم د هرات ولایت د طالبانو د ابتدائیه محکمې له خوا صادر شوی دی.

پر دې سربیره، د دې محکمې یوه بله اعلامیه د سرپل ولایت کې د یو سړي د مجازات خبر ورکوي چې د “له کوره تښتېدلو” په تور په درو وهل شوی دی. د دې اعلامیې له مخې، دغه سړی ته دخلکو په حضور کې په ۳۹ ځلې شلاق او یو کال بند محکوم شوی دی. ویل شوي چې دا حکم د سرپل ولایت د استیناف محکمې د جزايي ډیوان له خوا صادر او اجرا شوی دی.

طالبانو د افغانستان د بیا نیولو وروسته (د اګست ۲۰۲۱ /۱۴۰۰ د زمري) راهیسې، د خپل تفسیر له مخې د شریعت د قوانینو پر اساس، د بدني جزاګانو شدت زیات کړی دی. له هغه وخت راهیسې دوی د خلکو په حضور کې سلګونه کسان په درو وهلي دي او لږ تر لږه شپږ کسان یې د خلکو په حضور کې اعدام کړي دي. بشري حقونو سازمانونه دې کړنو ته د عادلانه محاکمو د معیارونو نشتوالی او د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف بولي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button