افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په خوست کې د څلور ښځې په شمول ۱۸ کسان په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په خوست ولايت کې ۱۸ کسان، چې په کې څلور ښځې هم شاملې دي، په درو وهلي دي.

دا محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې، د دې کسانو د سزا حکم پرون یکشنبې، د کب ۵مه( ۲۳ د فبروري ) تطبیق شوی دی.

د خبرپاڼې په اساس، دا کسان د “لواط” او “دواده نه بهر اړيکې” په تورونو هر يو د ۳۹ ضربه شلاق او د يو څخه تر اوه کلونو زندان سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د واک ته راګرځېدو وروسته، د خلکو په حضور د جسماني سزا اجرا کول زيات شوي دي. د طالبانو سترې محکمې نږدې هر ورځ د عامه محضر کې د شلاق حکم اجرا کولو خبر ورکوي، چې د بشري حقونو سازمانونه دا اقدام د نړيوالو قوانينو سره په ټکر او انساني کرامت خلاف کې ګڼي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button