افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو په کابل کې څلور کسان په دورو ووهل

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې څلور کسان، چې دوه ښځې او دوه نارینه پکې شامل دي، د کابل د شکردرې ولسوالۍ کې د “نامشروع اړیکو”، “د کور نه تښتېدو” او “زنا” په تور د خلکو په حضور شلاق وهل شوي دي.

دې محکمې په یوه بیانیه کې ویلي چې د دغو کسانو سزا پرون چهارشنبې، د کب په ۱مه (۱۹ فبروري) په شکردره ولسوالۍ کې تطبیق شوې ده.

د بیانیې له مخې، دوه کسان ۳۸ ضربې او نور دوه کسان ۳۹ ضربې شلاق ترلاسه کړي دي. برسېره پر دې، دوه کسان د یو کال او شپږ میاشتو لپاره بندي شوي او نور دوه کسان بیا د یو کال بند سزا شوې دي.

بیانیه زیاتوي چې دغه حکم د شکردره د ابتدائی محکمې د فیصلې پراساس صادر شوی او د خلکو په حضور تطبیق شوی دی.

طالبان له ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې قدرت ته رسېدلي، څو ځلې د بدني سزاګانو لکه شلاق وهل او  د شپږ کسانو اعدامولو جزاګانې  د خلکو په حضور تطبیق کړې دي.

بین المللي بشري حقونو موسسې بار بار د طالبانو له لوري د بدني سزاګانو او  اعدامونو پر مخ وړلو انتقاد کړی او دا د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو معیارونو سره په ټکر کې ګڼلي، او د دې کړنو د فوري درولو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button