
طالبانو د څلور ښځې په شمول، ۲۳ کسان په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې پر ۲۳ کسانو، چې ۴ ښځې او ۱۹ نارینه دي، د شلاق سزا تطبیق کړې ده. دا پېښې د دایکنډي، کابل، خوست او لوګر ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ (۳۱ د غویي/ د مې ۲۱مه) د دې محکمې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوه ښځه او یو نارینه په دایکندي په ولایت کې د «زنا» په تور په عام محضر کې هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوي، او یو کال بند ته هم محکوم شوي دي. په دایکندي کې دا د طالبانو له واک ته ستنېدو وروسته د دُرې علني سزا لومړی پیښه ده.
په کابل کې هم ۱۲ کسان د نشهيي تابلیتونو د خرید، خرڅلاوو او قاچاق په تور د خلکو په مخ کې دُرې وهل شوي دي. د محکمې په وینا، دوی ته له ۱۰ تر ۳۹ پورې دُرې وهل شوي او له شپږو تر اته میاشتو پورې بند هم ورکړل شوی دی.
همداراز په خوست ولایت کې پرون شپږ کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د «زنا» او «لواط» په تور په عام محضر کې دُرې وهل شوي دي. د خوست د ابتدائیه محکمې د حکم له مخې، څلورو ته ۳۹ دُرې او دوو نورو ته ۳۰ دُرې ورکړل شوي دي. دغه اشخاص همداراز له یوه تر پنځو کلونو پورې بند ته محکوم شوي دي.
په لوګر ولایت کې هم درې کسان، چې یوه ښځه پکې شامله ده، د محمدآغه په ولسوالۍ کې د «نامشروع اړیکو» او «زنا» په تور هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ستانه شوي، دا ډله په منظم ډول د بدني سزاوو په توګه دُرې سزاوې په عام محضر کې تطبیق او تر دې دمه یې لس کسان اعدام کړي دي.
دا اقدامات د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي. یاد سازمانونه دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو او بشري کرامت پر ضد بولي او د سمدستي درولو غوښتنه کوي.