افغانستان

په کنندز ښار کې چاودنه

د طالبانو ځایي چارواکې د کندز په ښار کې د چاودنې خبر ورکړی دی.

جمعه‌الدین خاکسار، د طالبان د امنیه قوماندانۍ ویاند د کندز ښار کې د کابل بانک د څانګې په نږدې سیمه کې د سه‌شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه (۱۱ د فبروري) په سهار کې د یو چاودنې خبر ورکړی دی.

خاکسار د دې چاودنې د زیانونو او څرنګوالي په اړه نور تفصيلات نه دي ورکړي.

دا چاودنه په داسې مهال کې رامنځته شوې ده چې طالبانو ویلي دي چې په دې اونۍ کې به د دولتي کارکوونکو معاشات ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button