افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو د درې ښځې په شمول ۱۳ کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په پروان، غزني او کاپیسا ولایتونو کې پر ۱۳ کسانو، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، د دُرې سزاوې عملي کړې دي.

د دې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې د چهارشنبې په ورځ (۲۴ د غویي/ د مې ۱۴مه) پنځه کسان، چې یوه ښځه هم پکې ده، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د “زنا” په تور د ۳۹ درو تر څنګ، دوه تر درې کاله بند ته هم محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې وایي، چې په غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کې دوه کسان د “لواطت” په تور په عام محضر کې هر یو ته ۳۰ شلاقه وهل شوي دي. یوه ته یو کال او بل ته درې میاشتې تنفیذي بند هم اورول شوی دی.

په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ شپږ کسان، چې دوه ښځې هم پکې دي، د کاپیسا ولایت د حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي.

څلور کسان، چې ښځې هم پکې دي، “کور نه د تښتېدو” او “نامشروع اړیکو” په تور، او دوه نور د “لواطت” او “جنسي تیریو” په تور سزا ورکړل شوي دي.

څلورو کسان ته هر یو ۳۹ دُرې او دوو ته ۲۲ دُرې سزا ورکړل شوې دي، او له شپږو میاشتو تر یو کال پورې تنفیذي حبس هم محکوم شوی دي.

طالبان له دوهم ځل واک ته رسېدو وروسته، په وار وار د خلکو په وړاندې د شلاق او حتی د اعدام سزاوې عملي کړي دي. تر دې وړاندې لس کسان د خلکو په وړاندې اعدام شوي دي.

نړیوالو بشري حقونو سازمانونه دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو او د انساني کرامت خلاف بولي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button